كوئټه 06 مارچ (اے پي پي)په بولان سيمه كښې د بلوچستان كانسټيبلري په ګاډي ځانمرګي بريد كښې 9 اهلكار شهيدان او 7 ژوبل شوي۔اېس اېس پي كچهي محمد نوتيزئي وئېلي دي ډ ګل په ورځ سهار د بولان سيمې كمبړي پل سره نزدې د بلوچستان په كانسټيبلري ګاډي نامعلومه ترهه ګرو ځانمرګيےبريد وكړو چې په نتيجه ګښې يې 9 اهلكار محمد حيات٬اے اېس آئي ګل بدين٬سميع الله٬شهزاد٬اسحاق٬دولت٬ نذير٬قيوم او ظهور شهيد شوي او 7 اهلكار سليم جاوېد٬عبدالسلام٬غلام قدير٬عطاﺀالله٬عبدالحق٬محمد يعقوب او رستم علي ژوبل شوي۔د چاودنې اطلاع ترلاسه كېدو سره پوليس او اېف سي اهلكار په لويه شمېره د پیښې ځاې ته رسېدلې او مړي او ژوبل كسان يې په سمدستي توګه روغتون ته منتقل كړې دي