پېښور 04 مارچ (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا نګران وزیراعلٰی خاص مرستيال پیر هارون شاه د تنخا او مراعات نه اخستلو اعلان كړې دې۔خاص مرستيال پیر هارون شاه تنخواه او مراعات نه غير د كار كولو عزم کړې دې۔ده ووئيل د اولسي خذمت جذبې ترمخه صوبائی کابینه كښې شامل شوې يم ، موجوده معاشی بحران كښې تنخاه او مراعات اخستلو سره په سرکاری خزانه بوجھ جوړيدل نه غواړم۔ده ووئيل هڅه كوم چې د خپلي صوبې د اولس خذمت وكړو۔