پاكپتن 03 مارچ (اے پي پي)په پاكپتن كښې په ټرافېيكي پیښه كښې دوه تنه مړه 8 سخت ژوبل شوي۔پېښه د كيري ډبې او ټريكټر ترمينځه ټكر په نتيجه كښې رامخې ته شوې۔د رېسكيو 1122 ډله د پېښې ځاې ته رارسېدو سره ژوبل شوي كسان په سمدستي توګه د عارف والا تحصيل هېدكوارټر روغتون ته رسولې شوي۔ژوبل شويو شمېره 8 ښودلې كېږي او د يو تن حالت تشويشناك دې٬په مړو شويو كسانو پیژندګلي د عنيزه او ياسر علي نامې څخه شوې