رياض 02 مارچ (اے پي پي)سعودي عرب او برتانيې په دفاعي سمجهوته لاس ليك كړې۔د سعودي خبري اژانس له مخې د سعوي عرب دفاع وزير شهزاده خالد بن سلمان په پايه تخت رياض كښې د برتانيې دفاع وزير بين والس سره ملاقات كړې۔دواړو لارښودو د ملاقات په مهال د فيوچر كمبيټ ايئر سسټم(اېف سي اے اېس)پروګرام كښې د سعودي عرب شركت په اړه په يوه سمجهوته لاس ليك كړې۔د فيوچر كمبيټ ايئر سستم(اېف سي اے اېس)اعلان د ټولو نه وړاندې په كال 2017 كښې د فرانس صدر عمانوايل ماكروں او د هغه وخت المان چانسلرې انجيلا مركل كړې ؤ