پېښور ۔ 01 مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا اعلی وزير اعظم خان د وزيراعلی هاؤس په دروازه نمبر درج كولو سره د نفوس شمېرې عمل اجرا وكړه۔ په دې لړ كښې په وزيراعلی هاؤس كښې يوه دستوره وشوه۔ په دستوره كښې د شماريات ادارې اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ اعلی وزير ووئيل ملي پرمختګ لپاره د بشپړه منصوبه بندۍ له مخې نفوس شمېره او خانه شمېره زياته مهمه ده۔ ده ووئيل د نفوس شمېرې په عمل كښې د خپلې كورنۍ كوائف صحيح اندراج د هر وګړي قومي فرض دے۔ ده اولس ته خواست وكړو چې هغوي دې په دې عمل كښې د نفوس شمېرې عملې سره بشپړه مرسته وكړي٬ دوئي دې د خپلې كورنۍ كوائف صحيح اندراج باوري كولو سره د يو ذمه وار وګړي كېدو ثبوت وركړي۔