کوئټه۔1مارچ(اے پی پی) د بلوچستان اعلی وزير میر عبدالقدوس بزنجو كوئټه سره تعلق لرونكې د ملي هاكي لوبډلې لوبغاړې شاهده رضا د كشتۍ په پېښه كښې په حق رسېدو د افسوس څرګندونه كړې ده۔ ده د غمرازۍ په خپل بيان كښې د شاهده رضا په شمول د نورو پاكستانيانو په حق رسېدو د هغوي غمجنيو كورنيو سره خواخوږۍ ښكاره كړه او ارواښادو لپاره يۍ د بخښنې دعا وكړه۔