پېښور۔ 1مارچ(اے پی پی) په خېبر پښتونخوا كښې 7 مه نفوس شمېره او اولنۍ ډيجټل شمېره پېل شوې ده كومه به چې د اپرېل تر 7 مې نېټې دوام لري۔ د شماريات ادارې له مخې د زده كړو څانګه ٬ پوليس ٬ پاك آرمډ فورس او شماريات بېورو به ملي نفوس شمېره كوي او خلق به د خود شماري آپشن كارولو سره خپل ځان هم په نفوس شمېره كښې شاملولې شي۔ د ډیجیټل نفوس شمېرې له مخې پېښور ډويژن په 8 حلقو كښې تقسيم كړے شوے دے چرته به چې عمله كور په كور ګرځي او د هر كور تفصيلات جمع كولو سره به دا كمپائن كامياب جوړوي۔