تركيه كښې يو وارې بيا د راغلې زلزلې په نتيجه كښې د مړو شميره زياتيدو سره 2 شوه ٬ 140 كسان ژوبل

انقرہ ۔1مارچ (اے پی پی) تركيه كښې يو وارې بيا د راغلې زلزلې په نتيجه كښې د مړو شمېره زياتېدو سره 2 شوې او د ژوبل شويو شمېره 140 ته رسېدلې ده۔ د چين خبري اژانس له مخې د تركيه ډيزاسټر اېنډ اېمرجنسي مېنجمنټ اتھارټي (اے اېف اے ډي) وئيلي چې د ګل په سحر ترک ولايت ملاتیا كښې د 5.6 شدت زلزله ريكارډ كړې شوه چې مركز يۍ په زمكه كښې 6.96 کلومیټر ژور وو۔ د زلزلې د لاسه 2 كسان مړه او 140 نور ژوبل شوي دي په كومو كښې چې د 20 ژوبل شويو حالت اندېښمن ښودلے شوے دے۔ د ترك ايجنسۍ وېنا ده چې د زلزلې څخه وروستو په ځپليو سيمو كښې رېسكيو عمليات پېل كړې شوي دي۔ دا خبره دې ياده وي چې د فرورۍ په 6 مه نېټه په تركيه كښې راغلې زلزله كښې 44 زره نه زيات كسان مړه او د زرګونو په شمېر نور ژوبل شوي وو ٬ دغسې د سوؤنو په شمېر ودانۍ هم ړڼګې شوې وې۔