ایتھنز ۔1مارچ (اے پی پی) په يونان كښې د دوه ټرېنونو ترمينځه د ټكر پېښې په نتيجه كښې 26 كسان مړه او 85 نور ژوبل شوي دي۔ د سعودی ابلاغ ذريعو له مخې د يونان چارواكو وئيلي چې دا پېښه د پلازمينې ايتھنز او تھيسالونيكي ښارونو ترمينځه هغه مهال رامخې ته شوه كله چې يو مسافر ټرېن مال وړونكي ټرېن سره ټكر شو۔ د پېښې له امله د ټرېن په يو شمېر ډبو اور ولګېدو۔ پېښه كښې 26 كسان مړه او 85 نور ژوبل شوي دي۔ د لاریسا روغتون چارواكو وئيلي دي چې په 85 ژوبل شويو كسانو كښې د 25 حالت اندېښمن دے۔ د فائر برېګېډ ډیپارټمنټ وياند ویسیلیس ورتھاکوئیس وئيلي چې دواړو ګاډو څخه د خلقو د راويستلو لړۍ روانه ده بياهم د اور د لاسه رېسكيو عملياتو ستونزو سره مخ دي۔ د مرستې كارروائيۍ ګڼ شمېر اېمبولېنسز برخه اخلي۔ د تھیسیلی ګورنر کوستس اېګوریتس وئيلي چې په ټرېن كښې 350 مسافرو سفر كولو٬ ده زياته كړه چې د پېښې د لاسه به ټرېن سروس څه وخت لپاره معطل ساتلې شي۔