پېښور ۔ 28 فروری (اے پی پی) پاكستان لپاره د روغتيا نړيوالې ادارې (ډبليو ايچ او) استازي ډاكټر پالتها ماهي پالا د خېبر پښتونخوا دوه ورځنۍ دورې په مهال د صوبې تر ټولو لوي روغتون اېل آر اېچ دوره كړې ۔ ده د روغتون ډين او چيف اېګزېكټو ډاكټر جنېد سرفراز او د هغه ډلې سره ملاقات وكړو۔ ډاكټر ماهي پالا په دې موقع خپلو خبرو كښې ووئيل ما د لېډي ريډنګ روغتون پېښور دوره وكړه كوم چې د هېواد تر ټولو غوره ټرما كيئر سېنټرز كښې شمېرلے شي۔ دا روغتون د پوليس لائن بمي چاؤدنې په نتيجه كښې د ژوبل شوو رنځورانو په غوره درملنو كولو د ستائنې وړ كردار لري۔ د اېل آر اېچ ډين او چيف اېګزېكټو ډاكټر جنېد سرفراز خان پاكستان لپاره د روغتيا نړيوالې ادارې استازي ډاكټر پالتها ماهي پالا مننه وكړه۔ ده ووئيل مونږ د اېمرجنسي او ډیزاسټر مېنجمنټ نه ځانله د داروګانو ، د رنځورانو خيال ساتلو او حفاظت ٬ د نرسنګ عملې د كار استعداد زياتولو او د پېشه ور پرمختګ په څير نورو برخو كښې د مرستې خواست كړے ؤ ۔ نن د روغتيا نړيوالې ادارې خپل لوظ تر مخه مونږ له د بشپړه مرستې باور راكړے۔ ده ووئيل د روغتيا نړيواله اداره به د بېلو رنځونو په درملنو كښې زمونږ لارښودنه كوي۔