كابل 28 فروری(اے پی پی)د افغانستان عبوري حكومت د ايران په پايه اخت تهران كښې د افغانستان په سفارتخانه كښې ناظم الامور او سفارت كار تعينات كړې دي۔د افغان خارجه وزارت وياند عبدالقهار بلخي وئېلي دي د ا فغانستان خارجه وزارت په ايران كښې مېشته ټول افغانان خبر كړي چې په تهران كښې افغان سفارت د وګړو خذمت له پوخ عزم لري او دغه جذبه به د نوې تعينات ناظم الامور او د سفارتكارو لېږلو نه پس هم جاري وي۔ده ووئيل د نوې چارواكو لیږلو څخه به د سفارت په چارو كښې سپيځلتيا سره سره د دواړو هېوادونو ترمينځه په بېلو څانګو كښې اړيكې لا ښې شي۔