د خېبرپښتونخوا نګران وزيراعلٰی اعظم خان په اسپين وام سيمه كښې د امنيتي ځواكونو په پوسته د ترهه ګرو د بريد سخته غندنه وكړه

پیښور 27 فروري (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا نګران وزيراعلٰی اعظم خان د شمالي وزيرستان په اسپين وام سيمه كښې د امنيتي ځواكونو په پوسته د ترهه ګرو د بريد سخته غندنه كولو سره په بريد كښې د دوو امنيتي اهلكارو په شهادت غمرازي ښكاره كړې ۔په جاري غمرازۍ بيان كښې وزيراعلٰی د شهيدانو كورنيو سره د يو والي څرګندونه كولو سره د شهيدانو لوړو درجو او غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا كړې ۔ وزيراعلٰی په بريد كښې د ژوبل شوو اهلكارو زر روغتيا لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كړې او وې وئېل چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې امنيتي ځواكونو لازواله قربانۍ وركړي او ټول قام د امنيتي ځواكونو قربانو ته سلام كوي