د كورنيو چارو صوبائی وزیر د ركهنی چاؤدني غندنه كولو سره رپورټ طلب كړو

كوئټه 26 فروري (اے پي پي)د كورنيو چارو صوبائی وزیر میر ضیا الله لانګو ركهنی كښې د چاؤدني غندنه كولو سره د پېښي رپورټ طلب كړې دې ۔ د كورنيو چارو وزير په پېښه كښې په شوي قیمتی ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كړې ده۔ د كورنيو چارو وزير د شهيدانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړې او د شهيدانو لوړو درجو لپاره ئې دعا اوكړه ۔ ده ووئيل بلوچستان كښې اولس ، ځواكونو او پولیس ځانګړو قربانیو نه پس امن بحال شوې دې ۔ ده ووئيل چا له به هم بلوچستان امن تباه كولو اجازه نه وركوو دښمن په هېواد كښې عدم استحكام پیدا كول غواړي،اتحاد او اتفاق سره دښمن سازش به ناكامه كولې شي۔