د عمران خان جیل بھرو تحریك تر سوشل میډیا او بیانونو محدود دې ۔ د ماحولیات وفاقی وزیري سېنېټري شیری رحمان ټویټ

اسلام آباد 25 فروري (اے پي پي) د ماحولیات وفاقی وزیري سېنېټري شیری رحمان وئيلي دي چې د عمران خان جیل بھرو تحریك تر سوشل میډیا او بیانونو محدود دې،خېبر پښتونخوا وګړو ګرفتاری نه وركولوسره د عمران خان ذاتی سیاست په بشپړه ډول مسترد کړې دې۔ د خالي په ورځ خپل يو ټویټس كښې وفاقی وزیري ووئيل ادعا شوې وه چې هر ښار څخه به 2 سوه كسان ګرفتاری وركوي خو درې ورځي وشوي د دې باوجود ټول هېواد څخه 2 سوه كسانو هم ګرفتاری نه ده وركړي۔يواځي په درې ورځو كښې جیل بھرو تحریك “ضمانت دو تحریك ” كښې بدل شوې دې۔دې ووئيل فوټو سیشن او عمران خان خوشحالولو لپاره چې كومو كسانو ګرفتاری وركړي اوس هغوي د ضمانت خواستونه وركوي۔ خېبر پښتونخوا كښې يو تن هم نه دې نيولې شوي۔ د خېبر پښتونخوا وګړو ګرفتاری نه وركولو سره د عمران خان ذاتی سیاست په بشپړه ډول مسترد کړې دې