اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي)خارجه وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي پاكستان جاپان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي۔ده دا خبرې په پاكستان كښې د جاپان سفير تاكاشي كورائي سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د نهې په ورځ ده سره خارجه وزارت كښې ليدلې وو۔د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزير په دې خبره زور راوړو چې پاكستان د جاپان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي٬ پاكستان …
خارجه وزير خواجه محمد آصف سره د جاپان سفير تاكاشي كورائي وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي)خارجه وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي پاكستان جاپان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي۔ده دا خبرې په پاكستان كښې د جاپان سفير تاكاشي كورائي سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د نهې په ورځ ده سره خارجه وزارت كښې ليدلې وو۔د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزير په دې خبره زور راوړو چې پاكستان د جاپان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي٬ پاكستان كښې د 80 كلونو راهسې د جاپان كمپنو د اړخه د سرمايه كارۍ كولو سره ده بيا د جاپان كمپنو له بلنه وركړه چې په پاكستان كښې د اقتصادي اصلاحاتو او سرمايه كارۍ ښه چاپېرچل څخه ګټه پورته كړي۔ده د جاپان سفير د ترهه ګرۍ په لعنت قابو موندلو په غرض د پاكستان د قربانو او هڅو څخه خبر كړو۔د جاپان سفير كورائي په پاكستان كښې اقتصادي پېشرفت او پرمختګ وستائېلو۔ده ووئيل جاپان به د پاكستان سره دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو له خپل كار روان ساتي










