
نيويارك 24 فروری(اے پی پی)د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په يوكرين كښې د جنګ ختمولو لپاره وئېلي دي او د روس څخه غوښتنه شوې چې هغوي د ملګرو ملتونو چارټر له مخې په سمدستي توګه خپل ځواكونه د يوكرين څخه بېرته اوغواړي۔په يوكرين د روس پوځيانو د يرغل په دوهم كال پیل كېدو څو ساعته وړاندې نړيوالې ادارې په خپله 11مه خاص بېړنۍ غونډه كښې يو قرارداد منظور كړے چې پكښې د جنګ ختمولو لپاره وئېلې شوي ۔د عمومي اسمبلۍ 141 غړو هېوادونو د دې قرارداد په حق كښې او 7 هېوادونو د دې په ضد رائے وركړي چې پكښې بېلاروس٬جمهوريه كوريا٬اريټريا٬مالي٬ نكارا ګوا٬روس او سوريه شامل دي ۔چين٬هند او د پاكستان پشمول 32 هېوادونو په رائے شمارۍ كښې برخه نه ده اخستې٬په 11 پيراګرافس مشتمل قرارداد كښې عمومي اسمبلۍ د دې غوښتنې پخلے كړے چې روس دې سمدستي٬بشپړه او غېر مشروط توګه خپل پوځ د يوكرين سيمې څخه بېرته اوغواړي ر او مخاصمت دې ختم كړي۔د دې قرارداد د لارې د اسمبلۍ غړو هېوادونو زور راوړے جې د غذائي تحفظ٬توان٬ماليات٬ ماحوليات او د جوهري سلامتيا تحفظ له او د دې جنګ اثرات مخ نيوي لپاره دې د يووالي او جذبې له مخې مرسته وكړې شي