برسلز ۔24 فروري (اے پي پي ) يورپي كمېشن د ډيټا تحفظ په اړه د اندېښنو تر مخه د خپلې عملې په دولتي ډيوائسسز په ټك ټاك بندېز لګولے دے٬ د سعودي خبر رسنې ادارې تر مخه د اروپائې كمېسون وياند وئېلې دي د دې بندېز مطلب دا دے جې د كمېسون عمله اوس د چين ملكيتې ويډيو شيئرنګ ايپ په خپل زاتي ډيوائسسز نشي كارولے۔ په دې كښې داسې فونز هم شامل دي چې پكښې دولتي ايپس انسټال دي٬ د اروپائې كمېسون حكم نامې تر مخه ملازمينو له به زر تر زره خپل ټك ټاك ايپ د خپل ډيجيټل ډيوائسسز نه اخوا كول وي او داسې به تر 15 مارچ كول كوي٬ ټك ټاك د چين كمپڼۍ بائټ ډانس ملكيت دے ٬ امرېكې تېر كال د وفاقي حكومت په ډيوائسسز د دې ايپ په كارولو بندېز لګولے ؤ او ټك ټاك تېر كال په نومبر كښې اعتراف كړے ؤ چې په چين كښې د دوي ځېنې عمله د اروپائې صارفينو ډيټا تر لاسه كولې شي ٬ د ټك ټاك چيف ايګزيګټيو شوزي چيو تېره مياشت د اروپائې ائتلاف چارواكو سره خبرو اترو له برسلز كښې ؤ او دغلته د اروپائې ائتلاف چارواكو خبردارے وركړے ؤ چې هغوي د لوديزو صارفينو د ډيټا تحفظ باوري كړي۔