په تركيه او سوريه كښې يو وارې بيا د 6.4 شدت زلزله ريكارډ كړې شوه ٬ 680 كسان ژوبل

انقرہ ۔21فروری(اے پی پی) د تركيه او سوريه په پولئيزه سيمه كښې يو وارې بيا د زلزلې سخت جړقونه محسوس شوي ، په انطاكيه كښی د 6.4 شدت زلزلې د لاسه درې كسان مړه او په مجموعي توګه 680 څخه زيات كسان ژوبل شوي او يو شمېر ودانۍ ويجاړې شوي۔ د مړو شمېره كښې د زياتوالي اندېښنه ښودلې شوې۔ د غېر ملكي خبري اژانس له مخې د زلزلې مركز ترک ولايت هاتائے ته نزدې ؤ۔ د زلزلې د لاسه په تركيه كښې 213 او سوريه كښې 470 كسان ژوبل شوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د تركيه هم په دې سيمه كښی په 6 فرورۍ د 7.8 شدت زلزله راغلې وه د كومې په نتيجه كښې چې 47 زره نه زيات كسان مړه شوي وو۔