ټوكيو21فروری(اے پی پی)جاپان يوكرين لپاره د 5.5 بلين ډالرو مالي مرستې پیكج اعلان كړے۔د تركيې خبري اژانس له مخې د جاپان وزيراعظم كيشيده فوميو په پايه تخت ټوكيو كښې سیمپوزیئم ته د وېنا كولو په مهال وئېلي دي د روسيې بريدونو وړومبنے كال بشپړېدو څخه وړاندې يعني 24 فروري څخه وړاندې مونږ د يوكرين لپاره په مرسته كښې د زياتوالي هدف لرو۔كيشيده فوميو وئېلي دي يوكرين ته به 5.5 بلين ډالره مالي مرسته وركولې شي۔د جاپان سركاري خبري اژانس “كيوډو”له مخې ياده شوې مالي مرسته به په يوكرين كښې د انفراسټركچر تعمير او مرمت لپاره كارولې شي