جدہ ۔20فروری (اے پی پی) د سعودي عربستان په بېلو سيمو كښې د 4.1 شدت زلزلې جړقونه محسوس كړے شوي ۔ د سعودي خبري اژانس د سعودي جيولوجيكل سروے بورډ تر مخه وئېلې دي تېره ورځ د هېواد په سوئيلي ختيزه سيمه كښې د زلزلې جړقونه محسوس كړے شول۔ په نړيوال رېكټر سكېل د زلزلې شدت 4.1 ریکارډ كړے شوے۔ د زلزلې مركز د سعودي عرب په ختيزه سيمه كښې 240 كلوميټره لرې په سلطنت عمان كښې 16 كلوميټره ژور ؤ ۔ د زلزلې له امله د كوم ځاني يا مالي زيان كومه اطلاع نه ده ترلاسه شوې