معاشی بحالی د حكومت تر ټولو لومړۍ ترجيح ده٬ په راتلونكو ورځو كښی به د څيزونو بيعې ټيټې شي٬ ډاكټر مصدق ملك

لاهور۔19فروری(اے پی پی) د پټروليم وزير مملكت ډاكټر مصدق ملك وئيلي دي معاشي بحالي د حكومت تر ټولو لومړۍ ترجيح ده٬ په راتلونكو ورځو كښې به د څيزونو بيعې ټيټې شي٬ د پی ټی آئی حكومت په خپل څلور كلن دور كښې د عارف نقوي كمپنيو ته د اربونو روپو ګټه ورسوله ٬ پاكستان نه دے ډيفالټ شوے ٬ د ګاز په بلونو كښې مو د مالدار او بې وزله فرق ختم كړے دے۔ د دې خيالاتو څرګڼدونه ده د اتوار په ورځ په پرېس كلب كښې خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ ډاكټر مصدق ملك ووئيل پي ډي اېم حكومت بې وزله وګړو سره ولاړ دے٬ د حكومتي پالېسيو له امله به د خوراك څيزونو په شمول د نورو څيزونو بيعې ټيټې شي۔ ده ووئيل عمران خان خپله كور ناست دے او د بې وزله كسانو بچو ته د زندانونو ډكولو مشوره وركوي۔ ده ووئيل عمران خان په خپلو مخالفينو د دروغو مقدمې جوړې كړې ٬ هغوي يۍ زندانونو كښې واچول۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاكستان نه ډيفالټ كېږي ، هېواد هله ډيفالټ كیږي كله چې د قرض بېرته وركولو پېسې پاتې نه شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د پېټروليم مصنوعاتو بيعو تعلق د تېل بيعې او د ډالر ښكته پورته كېدو سره دې۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د پاک روس لوظنامې لاندې به د روان كال په مهال تېل او ګاز ترلاسه كېدل پېل شي چې ورسره به خلقو ته آسانۍ ترلاسه شي۔