معراج د نبي اكرم (ص) هغه ستره معجزه ده چې نن هم ورته انساني عقل ګوته په خله دے

سرګودھا۔19فروری(اے پی پی) د معراج سفر د نبي اكرم (ص) هغه معجزه ده چې نن هم ورته انساني عقل ګوته په خله دے۔ د معراج په شپه نبي علېه السلام بېت المقدس څخه سدرة المنتهی ته ورسولے شو ٬ پاك پروردګار خپل دربار عالي ته نزدې كولو سره دوئي ته د لمونځ ډالۍ وركړه۔ د دې خيالاتو څرګندونه د شب معراج النبی(ص)شب اېډوائزر وفاقی ټېکس محتسب چوهدری خالد اقبال مسرت د پلار محترم چوهدري خوشي محمد تلين په موقعه راجوړې كړې شوې د نعت رسول كريم (ص) يوې مباركې دستورې ته د ټولو مكاتب فكر علماﺀ كرامو خپل خطاب كښې وكړه۔ په دې دستوره كښې د ژوند هرې څانګې سره تعلق لرونكو وګړو ګډون وكړو۔ مېرمنې هم د خاص انتظام لاندې دې دستورې ته حاضرې شوې۔ د دستورې په پايه كښې د سوريه او تركيه زلزله كښې شهيد شويو له د لوړو درجو ٬ ژوبل شويو له د زر روغتيا او د هېواد سلامتيا لپاره دعا وكړې شوه۔