متحده عرب امارات افغانستان ته ماتې وركولو سره سيريز 1-1 سره برابر كړو

ابوظهبی۔19فروری(اے پی پی) متحده عرب امارات (یو اے ای) په دويم ټي 20 انټرنېشنل مېچ كښې افغانستان ته په 9 وكټونو ماتې وركولو سره د درې مېچونو سيريز 1-1 سره برابر كړو۔ محمد وسیم د 91 رنزونو په زړه پورې اننګز وكړو۔ په ابوظهبي كښې شوي مېچ كښې افغانستان وړومبې بېټنګ كولو سره په ټاكلې 20 اوورز كښې د 6 وكټونو په زيان 137 رنز جوړ كړل۔ د دې په ځواب كښې يو اے اي مطلوبه هدف د محمد وسيم د غوره بېټنګ له امله په 18.2 اوورز كښې د يو وكټ په زيان ترلاسه كړو۔ محمد وسيم په 50 بالونو د 7 چھكو او 6 چوكو په مرسته 91 رنز جوړ كړل۔ دې د مېچ تر ټولو غوره لوبغاړے وګرځولے شو۔