دمشق۔19فروری(اے پی پی) د سوريه په پلازمينه دمشق د اسرائيل فضائي بريد په نتيجه كښې 15 كسان مړه او 15 نور ژوبل شوي دي۔ د العریبیه نیوز له مخې اسرائيل تېره ورځ په فضائي بريدونو كښې د وسطي دمشق يوه محله په نخښه كړه چې په نتيجه كښې يو شمېر ودانۍ ړنګ ٬ 15 كسان مړه او 15 نور ژوبل شول۔ اسرائيل په دې اوسنو كلونو كښې د سوريه په حكومتي كنټرول كښې پاتې كېدونكې سيمې د سوؤنو بريدونو د لارې په نخښه كړې دي۔ بلخوا اسرائيل په سركاري توګه دا بريدونه ډېر كم تسليموي۔