په كراچي پوليس دفتر د بريد منصوبه جوړونكي به سزا څخه بچ نشي ٬ پخوانے صدر آصف علي زرداري

کراچۍ۔18فروری(اے پی پی) پخواني صدر آصف علي زرداري په پوليس دفتر د ترهګرو د بريد غندنه كولو سره وئيلي دي چې د سندھ حكومت به د شهيد شويو ځوانانو د كورنيو بشپړه كفالت كوي، په كراچي پوليس دفتر د بريد منصوبه جوړونكي به سزا څخه بچ نه شي۔ د ميډيا سېل بلاول هاؤس لخوا د جاري شوي بيان له مخې ده ووئيل چې د سندھ پولیس زړه ور اهلكار به ترهګر خپلو كورونو ته ستنېدو ته نه پرېږدي۔ آصف علي زداري د سندھ پوليس د مړانې ستائنه وكړه۔ ده د شهيد شويو ځوانانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه۔ پخواني صدر ووئيل زه د سندھ پوليس په زړه ورو ځوانانو وياړ لرم۔ ده هدايت وكړو چې دې پېښه كښې ژوبل شويو كسانو ته غوره طبي آسانۍ وركړې شي۔