
سیالکوټ۔18فروری(اے پی پی) د دفاع وفاقي وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي چې مونږ له به پاك پروردګار او د هغه رسول (ص) سره د خپلې مينې عملي ثبوت وړاندے كول وي ٬ كوم لپاره به چې د پاك پروردګار په احكاماتو او د دواړو جهانونو د سردار په سنتو عمل كوي وي۔ د پاك پروردګار او د هغه د حبيب په حكمونو د عمل نه كولو د لاسه نن د اسلامي نړۍ دا حال دے٬ دين څخه د لرې والي د لاسه مونږ يو كامياب قوم جوړېدے نه شؤ٬ مونږ ټولو له به په خپل ګرېوان كښې كتل وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په سيالكوټ كښې د لاﺀ كالج څلورم كانووكېشن په موقعه د خاص مېلمه په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ ده وئيل دا هېواد يو امانت دے د دې حفاظت به باوري كول وي٬ يو څو زره كسانو لپاره د پاكستان اولس بنيادي آسانيو څخه محروم ساتلې كېدې نه شي۔ ده ووئيل مونږ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د 86000 شهيدانو قربانۍ وركړې دي٬ په پېښور او كراچۍ كښې د ترهګرۍ پېښې د اندېښنې وړ دي۔ ده ووئيل زه د 32 كلونو څخه په سياست كښې يم خو د پاك پروردګار په فضل ما كله هم څوك انتقامي سياست سره په نخښه كړې نه دي۔ په كانوكېشن كښې د صوبائي اسمبلۍ غړي ارشد جاوېد وړائچ ٬ اسسټنټ كمشنرې اسماء خلیل، سټی صدر پاکستان مسلم لیګ (ن) محمد رفیق، ډی او کالجز محمد ارشد بټ، نجم الحسن، صدر ډسټرکټ بار اېسوسی اېشن سیالکوټ ایډووکېټ مقصود احمد بھټي، جنرل سېکرټری ډسټرکټ بار ایسوسی ایشن سيالکوټ اېډووکیټ احسن اسماعیل چوهدری او نور مهم شخصيات موجود وو۔ د كانووكېشن په پايه كښې وفاقي وزير خواجه آصف كامياب شويو طالبعلمانو ته شيلډز وركړل۔