د ملګرو ملتونو لخوا د تركيې زلزله ځپليو لپاره د يو ارب ډالر مرستې خواست

ملګري ملتونه 17فروری(اے پی پی)ملګرو ملتونو د تركيې زلزله ځپليو لپاره د يو ارب ډالر مرستې خواست كړې۔ د سعودي ابلاغ ذريعو له مخې د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس د تركيې زلزله ځپليو لپاره د يو ارب ډالر نړيوالې مرستې خواست كړې دې۔ده ووئيل چې دا فنډز به 52 لكه كسانو ته د دريو مياشتو لپاره مرستې له كارولې شي۔ ده ووئيل چې ضرورتونه ډېر زيات دي٬خلك په تكليف كښې دي او وخت ضائع كولې نه شؤ۔ ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه دې وړاندې راشي او زمونږ د دور تر ټولو لويې قدرتي آفت مخ نيوي لپاره دې فنډ عطيه كړي۔د چارواكو له مخې په تركيه او سوريه كښې د زلزلې له امله د مړو كسانو شېمره 42 زره څخه زياته شوې