بھیوانی۔17فروری(اے پی پی) هندي انتها خوښو د هريانه ايالت په بهيواني ضلع كښې 2 مسلمانان زلمي په يو ګاډي كښې ژوندي سېزلو سره ووژل۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د راجستھان پولې سره د پېوست لوهاروں ښار په بارواس كلي كښې تېره ورځ خلكو يو سوزېدلې ګاډې او په دې كښې د دوه ځوانانو په بشپړه توګه سوزېدلي مړي وليدل۔ خلق د دې منظر په ليدلو زياتې ويرې واخستل او دوئي پوليس ته اطلاع وركړه۔ د وژلې شويو ځوانانو د كورنيو وېنا ده چې د شدت خوښي تنظيم بجرنګ دل كارمندانو دوئي تښتولو سره تشدد سره مخ كړل او بيا يۍ ژوند وسوزول۔