د پاكستان له نړۍ سره همغږي كولو او د سمو او په وخت پرېكړو كولو ته اړتيا ده٬ صدر مملكت ډاكټر عارف علوي

كراچي 16فروری(اے پی پی)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي په هېواد كښې كاروباري ماحول ښه كولو او په دې لړ كښې د ټاكنو د لارې په سياسي نظام د اولس باور بحالۍ په حاجت زور راوړلو سره وئېلي دي چې پاكستان له نړۍ سره همغږي كولو او د سمو او په وخت پرېكړو كولو ته اړتيا ده٬ صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د اوورسيز انويسټر چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري پلاوي سره د ملاقات په مهال وكړه۔ صدر مملكت ووئيل چې پراخا سياسي اونرشپ مثبت تبديلۍ لپاره ضرورې دې او يوازې د ټاكنو د لارې ممكن دې۔په پاكستان كښې د آئي ټي څانګې په صلاحيت خبره كولو سره صدر ووئيل چې پاكستان كښې د آئي ټي سېكټر پرمختګ تر ټولو لويې كمې دې٬د آئي ټي څانګه قامي نه بلكې په نړيوال بنيادي ډهانچه اډانه لري او د دې لپاره د افرادي قوت ضرورت دې۔ په دې موقع پلاوي صدر مملكت ته په دې وروستيو كښې د كاروباري باور په اړه شوې سروې څخه هم خبر كړو۔ پلاوي په پاكستان كښې د ډيجيټل ټرانسفارمېشن په اړه تجاويز هم وړاندې كړل