ګورنر حاجي غلام علي سره نوې تعينات پوليس انسپكټر اختر حيات خان وليدل

پېښور 16فروری(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي سره نوې تعينات كړې شوي پوليس انسپكټر اختر حيات خان د زيارت په ورځ په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په صوبه كښې د امن امان په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې د پوليس محكمې په استعداد كښې په اضافه٬ د عصري آلاتو په كارولو او په مجموعي پېشه ورانه چارو هم خبرې اترې وشوې۔ ګورنر حاجي غلام علي په نوې ذمه وارو سنبهالولو د پوليس آئي جي اختر حيات خان ته مباركي وركړه او ده لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه