انقره 16فروری(اے پی پی)د تركيې صدر رجب طيب اردوان د يو كلنې منصوبې له مخې د زلزله ځپليو سيمو د تعمير اعلان كولو سره وئېلي دي چې تر آخري تن بچ كدلو به د رېسكيو عمليات روان وي۔د غېر ملكي مېډيا له مخې د تركيې صدر وئېلي دي چې د تركيې پشمول به ټولو زلزله ځپليو سيمو كښې په ګډه كار كوو او تر آخري تن بچ كدلو به رېسكيو عمليات روان وي۔ ده ووئيل چې راتلونكې مياشت به كه پاك پروردګار ته منظور وي د 30 زره كورونو تعمير كار پېل شي