بيجنګ 16فروری(اے پی پی)د چين په جيانګ سو صوبه كښې د زيارت په ورځ سهار په يوه ودانۍ كښې داور لګېدو پېښې په نتيجه كښې 6 تنه مړه او 28 ژوبل شوي۔د چين خبري اژانس ادارې له مخې د ځايې رېسكيو ادارې وياند مېډيا ته وئېلې دي چې د اور لګېدو پېښه سهار 06:07 بجې رامخې ته شوه۔ده ووئيل په پېښه كښې مړه شوي او ژوبل شوي روغتون ته منتقل كړې شوي چې پكښې د دوه كسانو حالت نازك ښودلے شوے دے۔ ده ووئيل د پېښې سبب معلومولو له پلټنې روانې دي۔