متحده عرب امارات سوريه لپاره د 5 كروړه ډالرو نوره مرسته اعلان كړه

ابوظهبي 16 فروری(اے پی پی)متحده عرب امارات زلزله ځپلي هېواد سوريې لپاره د 5 كروړه ډالرو نوره مرسته اعلان كړې ده۔ يو اے اي دې څخه وړاندې هم سوريې لپاره د 5 كروړه ډالرو مرستې اعلان كړې و۔ د سعودي خبري اژانس د امارات خبري اژانس ايجنۍ (وام)په اړه وئېلې دي چې په اضافي 5 كروړه ډالرو كښې 2 كروړه ډالره به په سوريه كښې د ملګرو ملتونو د بېړني خواست په ځواب كښې د بشري يو والي منصوبو لپاره بېلولې شي۔ بلخوا متحده عرب امارات په سوريه كښې زلزله ځپليو لپاره تراوسه د 1243 مېټرك ټن خوراك او 2893 خېمو په شمول د مرستې نور سامان لېږلې دې