د اماراتي خارجه وزير خپل امريكائي همڅنګ سره ملاقات٬ په دوه اړخيزه اړيكو٬ د تجارتي تبادلې په قوي كولو د خيالاتو څرګندونه

واشنګټن 16 فروری(اے پی پی)د متحده عرب امارات خارجه وزير شېخ عبدالله بن زايد د امريكې خپل هم څنګ انټوني بلنكن او د سېنېټ ګڼ شمېر غړو سره ملاقاتونه كړي او د شريكې خوښې په ګڼو چارو او دوه اړخيزه همكارۍ ته د ودې وركولو په امكاناتو يۍ د خيالاتو څرګندونه كړې۔ د سعودي خبري اژانس د امارات نيوز ايجنسۍ (وام)په اړه ووئيل چې په واشنګټن ډي سي كښې د امريكې خارجه وزير سره په ملاقات كښې د متحده عرب امارات خارجه وزير شېخ عبدالله د سلامتيا٬ماحولياتي بدلون٬تجارتي تبادلې او په سرمايه كارۍ كښې د مرستې لا قوي كولو په طريقو خبرې اترې كړي۔ د امريكې خارجه محكمې وياند نيډ پرائس وئېلې دي چې دواړو خارجه وزيرانو د اسرائيل او فلسطين په شخړه كښې په اوسنو مياشتو كښې په رامخې ته شوي شدت هم د خيالاتو څرګندونه كړې او د تشدد مخ نيوي او د امن بحالۍ لپاره يۍ په ممكنه اقداماتو خبرې اترې كړي۔ دوي د زلزلې له امله د ځپلې تركيې او په سوريه كښې د مرستې د هلو ځلو هم جاج واخست۔ د متحده عرب امارات خارجه وزير د امريكائي سېنېټ خارجه اړيكو كمېټۍ چيئرمېن باب ميننډيز٬د كمېټۍ وائس چيئرمېن جم رس او د نېشنل ري پبلكن مركزي كمېتۍ پخواني چيئرمېن سېنېټر ټوډينګ سره جلا جلا ملاقاتونه كړي۔ په ملاقاتونو كښې د دواړو اتحادي هېوادونو ترمينځه د اقتصادي اړيكو په لا قوي كولو او تجارت او سرمايه كارۍ ته د ودې وركولو په طريقو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې ملاقاتونو كښې شېخ عبدالله سره د نړيوالې مرستې وزيرمملكت ريم بنت الهاشمي٬ په ملګرو ملتونو كښې د متحده عرب امارات مستقل استازې او نائب خارجه وزير لانا نسيبه او په واشنګټن كښې اماراتي سفير يوسف العتسيبه هم موجود وو