شهيدان د كشمير د آزادۍ مبارزې اصل اثاثه دي٬ كشميري اولس هيڅ كله د خپلو شهيدانو قربانۍ هيرولې نه شي٬ د مشعال ملك د محمد مقبول بټ د شهادت ورځې په موقعه دستورې ته خطاب

اسلام آباد۔11فروری (اے پی پی) د پيس اېنډ كلچر آرګنائزېشن مشرې مشعال حسېن ملک شهيد مقبول احمد بټ ته په غوره ټكو كښې د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې هغه د ازادۍ د مبارزې شعله راژوندۍ کړه ، د هغه اعدام د انصاف وژنه وه ، شهيدان د کشمير د ازادۍ د مبارزې اصلي اثاثه دي۔ د کشمير اولس د خپلو شهيدانو قربانۍ هيڅکله نه شي هېرولی۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د خالي په ورځ د محمد مقبول بټ 39مې شهادت ورځې په موقعه يوې دستورې ته د خاص مېلمنې په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ د دستورې اهتمام ګورنمنټ اېسوسي اېټ كالج (ډبليو) اېف بلاك كړے وو په كومه كښې چې پرنسپل ارم اشعر او د كشميري حريت لارښود ياسين ملك لور رضيه سلطان ګډون وكړو۔ دې ووئيل مقبول بټ يو نوموړے شخصيت وو چا چې تل له د كشميري اولس د هندي ظلم او زياتي څخه آزادولو له په هر محاذ مشري وكړه۔ دې په 11 فرورۍ 1984 د كشمير د آزادۍ تحريك چلولو په جرم كښې په تهاړ زندان كښې په سولۍ كړې شو۔ دې ووئيل شهيدان د كشمير د آزادۍ مبارزې اصل اثاثه دي او كشميري اولس به د دوئي قربانۍ كله هېرې نه كړي۔ دې ووئيل اوس وخت راغلې چې هغه ته د عقيدت پېرزونې وړاندې كړې شي۔ دې ووئيل شهيدان د هندي تسلط په ضد د كشميري اولس د آزادۍ مبارزې علامت دي۔ دې د دې عزم پخلې وكړو چې د كشميري اولس قربانۍ به بې ځايه نه ځي ولې چې دا د كشميري اولس فرض دې چې هغه د خپلو شهيدانو مشن په هر قيمت منطقي انجام ته رسولو سره د شهيدانو د قربانيو حفاظت وكړي۔