د خېبرپښتونخوا نګران وزيراعلٰی محمد اعظم خان د امجد اسلام امجد په مړينه د غمرازۍ څرګندونه

پیښور 10 فروری(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا نګران اعلٰی وزير محمد اعظم خان د نوموړي شاعر او اديب امجد اسلام امجد په مړينه د افسوس څرګندونه كړې۔د جمعې په ورځ د غمرازۍ په پیغام كښې د خېبرپښتونخوا نګران وزيراعلٰی ووئيل چې د اردو ادب لپاره د امجد اسلام امجد خذمات به تل ياد ساتلې شي۔ده دعا وكړه چې لوے څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي