انقره 10 فروری(اے پی پی)د تركيې پارليمان په زلزله ځپليو سيمو كښې د بېړني حالت نفاذ توثيق كړی۔د سعودي خبري اژانس له مخې د تركيې صدر رجب طيب اردګان د ګل په ورځ د سختې زلزلې نه پس د نهې په ورځ په ځپلي شويو 10 رياستونو كښې د درې مياشتو لپاره ايمرجنسي نافذ كولو اعلان كړې و۔د دې نه پس د تركيې پارليمان هم په زلزله ځپليو سيمو كښې د بېړني حالت نفاذ توثيق كړی۔د تركيې پارليمان دا اقدام د هېواد په جنوب د تباه شوي صورتحال ترمخه كړې۔