د سعودي عرب لخوا د مرستې سامان وړومبۍ الوتكه تركيه ته روانه شوه

رياض 10 فروری(اے پی پی)د سعودي عرب لخوا د مرستې سامان وړومبۍ الوتكه تركيه ته روانه شوې۔د سعودي خبري اژانس له مخې خادم حرمين الشريفين شاه سلمان بن عبدالعزايز په سپارښتنه د تركيې او سوريې زلزله ځپليو مرستې لپاره د سعودي عرب وړومبۍ د مرستې قافله روانه كړې شوې۔د سعودي هلال احمر نائب مشر فهد الحجاج وئېلي دي چې په ابتدائي توګه د مرستې رسنې لپاره د 20 نه زيات پوهان هم روانه كړې شوي دي۔پوهانو سره ضروري داروګان او د طبي سامان نه علاوه د قدرتي آفت نه پس ځينې ضروري څيزونه هم دي۔له بلې خوا د سعودي ايئر لائن ووئيل چې 98 ټنه د خوراك او د مرستې سامان څخه ډكه وړومبۍ الوتكه تركيه ته روانه كړې شوې۔