پېنډي 09فروری(اے پی پی)د پاك پوځ لخوا په تركيه كښې زلزله ځپليو لپاره د مرستې هلې ځلې روانې دي٬د پاك پوځ اربن سرچ اينډ رېسكيو ډلو د تېرو 24 ساعتونو په مهال 17 نور مړي د ملبې څخه راويستلو سره ورثا ته حواله كړي۔د پاك پوځ د مرستې ډلو د داسې دريو ځايونو تعين كړې چرته چې د ملبې لاندې ګير شوي كسان تراوسه ژوندي دي۔د هغوي د رېسكيو لپاره د مبلې اخوا كولو كار روان دې۔د پاك پوځ د مرستې ډلې د تركيې په اديامان صوبه كښې د رېسكيو په كاروائيو كښې برخه اخلي۔د سختې يخښنۍ موسم باوجود پاك پوځ د مرستې كاروائي شپه ورځ روانې دي۔تېره شپه اديامان كښې د منفي ډګري درجه حرارت باوجود پاك پوځ د مرستې كاروائي جاري ساتلې۔د تركيې اولس او د ملبې لاندې ګير شويو كسانو كورنۍ د پاك پوځ خذماتو اعتراف كړې