انقره 09 فروری(اے پی پی)د تركيې صدر رجب طيب اردوان د زلزلې له امله د ځپليو ښارونو دوره كړی او په يو كال كښې دننه ئې د ځپليو سيمو د تعمير نو لوظ كړی۔د سعودي خبري اژانس ادارې له مخې ده ووئيل چې په سخت موسمي حالات كښې بنيادي ډهانچې ته د رسېدلې زيان پشمول په خنډانو قابو موندلې او ځپليو شويو سيمو ته د ګاز کنستر لېږلې كېږي۔ده ځپليو ته دا وړاندې هم كړې كه څوك په خيمو كښې نه پاتې كېدل غواړي نو مونږ هغوي د بحيره روم پولې سره نزدې الانيا٬مرسين او انظاليه هوټلو ته متقل كولې شو۔ده ووئيل چې د زلزلې له امله ځپليو كورنيو ته به 531 ډالر مرسته وركولې شي۔ده ووئيل چې مونږ وړومبۍ ورځ ځينې ستونزو سره مخ شوي خو بيا وروستو په صورتحال قابو وموندلې شوه