د پاك فضائيه تربيتي الوتكې د خېبرپښتونخوا تخت بهائي سيمې ته نزدې په پټو كښې هنګامي لېنډنګ ٬دواړه پائېلوټان محفوظ دي

اسلام آباد 08فروری(اے پی پی) د پاك فضائيه تربيتي الوتكه د خېبرپښتونخوا تخت بهائي سيمې سره نزدې په پټو كښې هنګامي لينډنګ وكړو٬دواړه پائېلوټان محفوظ دي۔د پاك فضائيه وياند له مخې د شورو په ورځ د پاك فضائيه يوه تربيتي الوتكه د پېښې ښكار شوه۔ په دې پائلټس د خېبرپښتونخوا د تخت بهائي سيمې سره نزدې پټو كښې هنګامي لينډنګ وكړه۔ دواړه پائلټس په پیښه كښې سلامت پاتے شوي دي۔