الخدمت فاؤنډېشن په تركيه كښې د زلزله ځپليو مرستې لپاره د رېليف هلې ځلې پیل كړې

پېښور 07 فروری(اے پی پی) تركيه او سوريه كښې تېره شپه د راغلې سختې زلزلې او مسلسل آفټر شاكس په نتيجه كښې په لويه پیمانه تباهي او بشري زيان په اطلاع د الخدمت فاؤنډېشن خېبرپښتونخوا صدر خالد وقاص په مشرۍ كښې بېړنۍ غونډه الخدمت هاؤس پیښور كښې وشوه۔په غونډه كښې پريكړه وكړی شوه چې په پاكستان كښې په قدرتي پیښو كښې تركيې په هر سخت وخت كښې بشپره مرسته كړی او دا مهال تركيه پخپله يو قدرتي پیښې سره مخ ده د حالاتو تقاضا ده چې پاكستان هم په دې سخت وخت كښې د تركيې اولس هر ممكنه مرستې حق ادا كړي۔په غونډه كښې پريكړه وكړی شوه چې په سمدستي توګه د تجربه لرونكې ډاكټرانو او طبي عملې پشمول ډلې تركيې ته ولېږلې شي او په ټوله صوبه كښې د الخدمت ضلعي تنظيمونو له د عطيات جمع كولو لپاره د مرستې كيمپونو لړۍ پیل كولو هدايت شوې٬غونډې ته وئېلې شوي دي چې د الخدمت پاكستان پخوانې مركزي صدر ميا عبدالشكور په مشرۍ كښې به د الخدمت مرسته ډله نن تركيه ته روانېږي او د مېډيكل ډلو لېږلو لپاره د عملې سفري دستاويزاتو تيارۍ هم پېل شوي۔د الخدمت صدر خالد وقاص د دې عزم څرګندونه وكړه چې په دې سخت وخت كښې د خېبرپښتونخوا الخدمت فاؤنډېشن د تركيې زلزله ځپليو مرستې لپاره به ټول ترلاسه وسائل كارولې شي