د غزه پولې سره نزدې د مصر په پوله ځانمرګي بريد٬ فلسطينے سېكورټي ګارډ مړ شو

غزه 18 اګست (اے پي پي) د غزه پولې سره نزدې د مصر په پوله ځانمرګي بريد كښې فلسطيني سېكورټي ګارډ مړ او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي ۔د مېډيا راپورونو له مخې د غزه پولې په اړه داخله وزارت ووئيل د مصر سره تړلې د فلسطين پولې ته دوه كسان ورسېدل او په دې كښې يو خپل ځان په چاودېدنكو توكو والوزولو چې په نتيجه كښې يې د سېكورټي عملې ګڼ شمېر كسان ژوبل شول چې پكښې يو كس په روغتون كښې ساه وركړه۔د برتانيې خبري اژانس ادارې د امنيت ذريعو په اړه ووئيل د ځانمرګي بريد كونكي تعلق سلفي ډلې څخه دے