برطانيه او ګرده اروپا كښې ويستلې شويو لاريونونو كښې په كشمير كښې د رايې حق كارولو غوښتنه

لندن۔6 فروری(اے پی پی) د كشمير يوالي ورځې په لړ كښې د برطانيې په شمول په ګرده اروپا كښې د كشميري يووالي ورځې دستورې وكړې شوې۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې تحريك كشمير برطانيه او يورپ په مقبوضه جموں وكشمير كښې د روانې نسل كشۍ رامخې ته كولو له په مشتركه توګه په اوسلو، لندن، بارسلونا، کوپن هېګن، ګلاسكو، لوټن، برمنګھم، ډنډی، نېلسن، اېډنبرا، مانچسټراو د برېډ فورډ په شمول د برطانيې او اروپا په بېلو ښارونو كښې د لاريونونو ويستلو او كنفرنسونو كولو اهتمام وكړو۔ د آزاد كشمير صدر بېرسټر سلطان محمود چوهدری، د جماعت اسلامي آزاد جموں و کشمیر صدر ډاکټر خالد محمود، برطانوی لارډ ډاکټر واجد خان، فهیم کیانی، محمد غالب، حنیف راجه، شاہ حسین، عدیل احمد، شفیق تبسم او نورو نوموړو شخصياتو په بېلو پروګرامونو كښې ګډون وكړو۔ بېرسټر سلطان محمود په لندن كښې كشمير مارچ ته خپل خطاب كښې ووئيل كشميرې اولس به كله هم د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له خپلو هڅو څخه لاس په سر نه شي۔ تحریک کشمیر برطانیه په برطانوي ښارونو كښې ډيجيټل مهم چلولے چې ورسره د خلقو پام د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړې شوي كشمير پلو ګرځولې شوې دې۔ په ټين ډاؤننګ سټريټ كښې د جماعت اسلامي آزاد جموں وكشمير مشر ډاكټر خالد محمود د يو پلاوي مشري وكړه او برطانوي وزيراعظم رشی سونک ته يۍ يو يادښت وړاندے كړو په كوم كښې چې د هندي حكومت په خپلو ظلمونو د ځواب وركوؤنكي ګرځولو په حاجت زور راوړلے شوے وو۔ د تحریک کشمیر ناروے صدر شاہ حسېن د ناروے پارلیمنټ څخه بهر د كشمير يووالي لاريون مشري وكړه۔ ده د كشميري سياسي بنديوانو مسئله پورته كړه۔ دغسې د تحریک کشمیر دونډی صدر فخر اقبال چوهدری په ډونډي كښې او راجه عابد د سکاټش پارلیمنټ مخې ته د كشمير رېلي مشري وكړه۔ په برېډ فورډ كښې د لاريون مشري حافظ محمد آزاد او نېلسن كښې حاجي ياسين وكړه۔ دغسې په مانچسټر كښې د مارچ مشري ناصر اقبال او برمنګھم كښې چوهدري شهنواز ٬ مفتي فضل احمد قادري او چوهدري اكرام الحق وكړه