د خېبر پښتونخوا نګران وزيراعلی سره د نوي تعينات شوي سېكتر ملاقات

پېښور ۔6 فروری(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا نوي تعينات شوي وزيراعلی محمد معظم خان سره نوي تعينات شوي سېكتر امداد الله بوسل ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د صوبې په انتظامي چارو او د غوره ډول حكمرانۍ سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې مهال صوبه كښې د صفا او سپېځلې ټاكنو كولو په اړه هم خبرې وشوې۔ وزيراعلی د نوې ذمه وارو په سنبالولو امداد الله بوسل ته مباكري وركولو سره ده لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وروستو وزيراعلی سره آئي جي معظم جاه انصاري هم ملاقات وكرو او ده سره يۍ صوبه كښې د امن وضعه ښه كولو له په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه