كوئټه 06 فروری(اے پی پی)د بلوچستان د منصوبه بندۍ او پرمختګ صوبائي سينئر وزير حاجي نور محمد خان په تركيه كښې د زلزلې له امله په ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه كړې۔ده د د تركيه وروڼو خوېندو سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونه كولو سره وئېلي چې په دې سخت وخت كښې مونږ د تركيې خوېندو وروڼو سره ولاړ يو۔ ده ووئيل چې د بلوچستان حكومت ټولې همدردۍ د زلزلې پېښه كښې د مړو شويو كسانو ځپليو كورنيو او ژوبل شويو سره دي۔ ده د ژوبل شويو زر روغتيا له دعا هم وكړه