کراچی ۔4فروری (اے پی پی) د سندهـ ګورنر کامران خان ټېسوري په استنبول (ترکیه) کښې د حضرت ایوب انصاري (رض) د مزار زیارت وکړو۔ ده په دې مهال فاتحه ولوستله او د پاكستان سلامتيا لپاره يۍ دعا وكړه۔ د ګورنر هاؤس لخوا د جاري شوي اعلاميې له مخې د سندھ ګورنر د پيښور د ترهه ګرۍ پېښه كښې د شهيد شويو لوړو درجو له دعا هم وكړه۔ د سندهـ ګورنر وويل د دې پېښې كه هر څومره غندنه وكړې شي كمه ده۔ ده ووئيل څوك چې دغه ترهګريز عمل کښې لاس لري بزدلان دي او د پاکستان امن خرابول غواړي۔ ده ووئيل د پاك پوځ او اولس حوصلې لوړې دي او كه لويې څښتن ته منظور وي ترهګر به خپلو ناوړه ارادو كښې كله هم بريالي نه شي۔