كراچي 03 فروری(اے پی پی) د بلديه عظمی كراچۍ سيوري لاندې به د فرورۍ په 5مه نېټه د كشمير يو والي ورځې په موقع لاريون ويستلې شي۔د جمعې په ورځ د جاري شوې اعلاميې له مخې د بلديه عظمی كراچۍ سيوري لاندې به د فرورۍ په پنځمه نېټه د اتوار په ورځ د كشمير يو والي ورځې په موقع د اېم سي مركزي دفتر څخه د اېډمنسټريټر كراچۍ ډاكټر سيد الرحمان په مشرۍ كښې لاريون ويستلې شي۔ په لاريون كښې به د اېم سي جاتي محكمې مشران٬افسران او ملازمينو نه علاوه عام وګړي هم ګډون كوي