په جامعه كراچي كښې د كشمير يووالي مناسبت سره واك٬ د استاذانو ٬ زده كوؤنكو او عملې ګډون

کراچی ۔3فروری(اے پی پی) د جامعه كراچي وائس چانسلر پروفېسر ډاكټر خالد محمود عراقي وئيلې دي هند له تېرو 75 كالو راهېسې په كشميري اولس ظلمونه كوي٬ د دومره زيات ظلم باوجود دوئي د كشميري اولس د عزم او مړانې مقابله ونكړې شوه او نه يۍ دا كمزورې كړې شوه۔ د جاري شوې اعلاميې له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده په جامعه كراچي كښې د كشمير يووالي ورځې مناسبت سره راجوړې كړې شوې دستورې او واك ته خطاب كښې وكړه۔ دا واك د جامعه كراچي انتظامي ودانۍ څخه تر آزادي چوك وكړې شو۔ په واك كښې د جامعه كراچي استاذانو او زده كوؤنكو په شمول د جامعې عملې ګډون وكړو۔ په دې موقعه زده كوؤنكو په خپلو لاسونو كښې پلے کارډ او بېنرې پورته كړې وې په كومو چې د كشمير د آزادۍ ٬ د كشميري اولس د خپلواكۍ حق په اړه او د هندي ظلمونو په ضد نعرې درج وې۔ وائس چانسلر په دې مهال خطاب كښې ووئيل د جمهوريت دعوی كوؤنكي هند كښې جمهوريت نومې هېڅ څيز نشته۔ ده ووئيل په كشمير كښې په روانو ظلمونو د بشري حقونو تنظيمونو خاموشي يو سواليه نشان دے۔ ده ووئيل د كشمير مسئله يوازې د مسلمانانو نه بلكې د بشري حقونو مسئله ده۔ ده ووئيل زه په دې باور لرم چې كوم قومونه آزادۍ لپاره هڅې كوي لويے څښتن هغوي ته كاميابي وركوي۔ ده ووئيل كشميرې اولس ته به تر هغه و خت آرام رانشي تركومې چې دوئي د آزادۍ خپل حق ترلاسه كړې نه وي۔