حېدرآباد۔ 03 فروری (اے پی پی) د ګرد هېواد په څير شهيد بېنظير آباد ضلع كښې به هم د فرورۍ په 5 مه نېټه د كشمير يو والي ورځ په بشپړه توګه لمانځلې شي۔ په دې لړ كښې به د ډپټی کمشنر شهید بینظیرآباد شهریار ګل مېمن په مشرۍ كښې په 5 فرورۍ سهار 10 بجې اېچ اېم خواجه ډی سی هائی اسکول ون څخه تر نواب شاہ پرېس کلب لاريون ويستلے شي۔ د لاريون په اختتام به يوې دقيقې لپاره خاموشي خپلولې شي۔ په دې لاريون كښې به د ټولو څانګو چارواكي ٬ عمله ٬ عام وګړي او د سياسي تنظيمونو استازي ګډون كوي